طالبان: له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون عملاً خپل کار پیل کړ

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون مشر شهاب‌الدين دلاور

د طالبانو حکومت وايي چې د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر شهاب‌الدین دلاور په مشرۍ له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون عملاً خپل کار پیل کړ.

دا کمېسیون به چې د طالبانو د حکومت یو شمېر سرپرست وزیران‌یې غړي دي، له بهر مېشتو افغان سیاستوالو سره تماس نیسي او هغوی ته به بلنه ورکوي چې خپل هېواد ته وروګرځي.