د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره ماډلین البرایټ مړه شوه

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره ماډلین البرایټ

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره ماډلین البرایټ پرون (چهارشنبې) د ۸۴ کلونو په عمر مړه شوه.

البرایټ چې د پخوانۍ چکسلواکيا په پراګ ښار کې زېږېدلې وه، له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د بېل کلنټن د کابینې د بهرنیو چارو وزیره وه.

دا مخکې تر دې چې د بهرنیو چارو وزیره شي، په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې وه.