د پاکستان پوځ دوه پیلوټان د تمریناتو پر مهال د الوتکې غورځېدو کې ووژل شول

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د پاکستان د پوځ دوه پیلوټان پېښور ته څېرمه هغه وخت ووژل شول چې د دوی الوتکه د تمریناتو پر مهال وغورځېده.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې پرون وویل چې د دې پیلوټانو د وژلو د پېښې تحقیقات به وکړي.

د تمریناتو پر مهال د پاکستان پوځي الوتکې پخوا هم بیا بیا ټکر شوې دي. پاکستان د دغو الوتکو پرزې له چینه اخلي.

په ۲۰۱۹ کال کې یوه پوځي الوتکه راولپنډۍ ته نږدې پر کورونو ولګېده چې ۱۹ کسان‌یې ووژل او په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان یوه جټ الوتکه اسلام‌اباد ته نږدې د تمریناتو پر مهال ولوېده چې یوازې پیلوټ په‌کې وژل شوی و.