اوکراین کې د روسیې له‌خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه د جو بایډن خبرداری

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن په اوکراین کې د روسیې له‌خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو خبرداری ورکړی دی.

روېټرز خبري اژانس د بایډن په حواله لیکلي چې روسیه د همداسې یوه برید په فکر کې ده.

له نږدې څلورو اوونیو راهیسې روسي ځواکونو پر اوکراین بریدونه پيل کړي، خو د راپورونو له مخې تر اوسه‌یې کوم لوی ښار نه‌دی نیولی.

دا مهال د روسي ځواکونو ډېر تمرکز د اوکراین په بندري ښار ماریوپول دی، خو پرون په بل ښار خارکیف کې هم د تودې جګړې راپور ورکړل شوی دی.