د کرملېن یوې پلوۍ ورځپاڼې ویلي، د اوکراین د جګړې له پيله تر اوسه نږدې ۱۰ زره روسي سرتېري وژل شوي دي.
د کومسومول سکایا پروده (Komsomolskaya Pravda) په نوم ورځپاڼې دا راپور د روسیې د دفاع وزارت په حواله انلاین خپور کړ، خو له خپرېدو څو شېبې وروستهیې بېرته لیرې کړ.
روسیې بیا د اوکراین په جګړه کې په رسمي ډول د نږدې ۵۰۰ سرتېرو مړینه تأیید کړې، خو اوکرایني او امریکایي چارواکي اټکل کوي چې ممکن تر اوسه د ۷ زرو او ۱۰ زرو ترمنځ روسي سرتېري وژل شوي وي.
په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، که د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هره ممکنه پرېکړه کېږي، دی بهیې اوکراین کې ریفرنډم یا ټولپوښتنې ته وړاندې کړي.