جلال‌اباد کې په یوه ټرافیکي پېښه کې اته تنه مړه او دوه نور ټپیان شول

ارشیف

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې تېر ماښام په یوه ټرافیکي پېښه کې اته تنه مړه او دوه تنه ټپیان شول.

د ننګرهار د ټرافیکو مدیر جواد شېرزاد ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون دوشنبه ماښام شااوخوا ۶ بجې د جلال‌اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند پر حلقوي سړک هغه مهال رامنځته شوه چې دوو کرولا او ډاټسن موټرو سره ټکر وکړ.

د دغه ټکر په نتیجه کې ۴ ښځې، یو ماشوم او درې نارینه مړه شول او یو نارينه او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.

ښاغلي شېرزاد ویلي چې ټپيان د درملنې په هدف حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

د هغه په خبره پېښه د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.