د یوناما ځانګړې استازې له حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره جلا جلا وکتل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز پرون په کابل کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولې د عالي شورا له پخواني رئیس عبدالله عبدالله سره جلا جلا وکتل.

یوناما پر خپله ټویټرپاڼه د دغو لیدنو کتنو پخلی کړی او له دواړو مشرانو سره‌یې خبرې ګټورې بللې دي.

یوناما ویلي چې دیبرا لاینز او ښاغلي کرزي د راتلونکي کال په اړه چې د ملګرو ملتونو کورنۍ څرنګه کولای شي، د افغانانو د هیلو او ملاتړ په برخه کې نوره مرسته وکړي، خبرې وکړې.

یوناما له ښاغلي عبدالله سره د دیبرا لاینز د کتنې په اړه ويلي چې په دې کتنه کې د افغانستان پر وړاندې د ننګونو او دا چې ملګري ملتونه په څه ډول کولای شي د افغان ولس لپاره د نړیوال ملاتړ جلبولو ته دوام ورکړي، خبرې اترې وکړې.

دواړه مشران، حامد کرزی او عبدالله عبدالله له کله چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، په کابل کې په خپلو کورونو کې اوسي او اکثره وختونه د بهرنیو دولتونو چارواکي او د مرستندویه ټولنو استازي ورسره لیدنې کتنې کوي.