روسیه له جاپان سره د سولې د یوه تړون د لاسلیکولو په اړه له خبرو ځان باسي

ارشیف، د روسیې بیرغ

روسیه وایي، له جاپان سره له هغو خبرو ځان باسي چې هدف‌یې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د سولې د یوه تړون لاسلیک کول دي.

مسکو ويلي دغه اقدام‌یې د توکیو د هغه سخت دریځ په وړاندې غبرګون کې کړی چې د اوکراین په جګړه‌یې د مسکو پر ضد غوره کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبې په یوه اعلامیه کې وویل، په اوسنیو شرایطو کې روسیه له خپل لوري نیت نه‌لري چې له جاپان سره د سولې د یوه تړون په اړه خبرو ته ادامه ورکړي.

روسیې او جاپان د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته په خپلو کې د سولې هېڅ رسمي تړون نه‌دی لاسلیک کړی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه لانجه پر کوریل ټاپوګانو څرخي چې شوروي ځواکونو د دغې جګړې په ترڅ کې نیولي او توکیو یې هم د ملکیت ادعا کوي.

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته په توکیو کې چارواکو دغه یرغل په کلکه وغانده او پر مسکو د بندیزونو په لګولو کې له لوېدیځ سره یوځای شو.