د اوکراین په ماریوپول ښار کې اوکرایني ځواکونو او د دې ښار اوسېدونکي د روسي ځواکونو د حملو په وړاندې مقاومت ته چې د اوکراین حکومت هغه یو زړهور مقاومت بللی، دوام ورکوي.
په عین حال کې د اروپایي ټولنې جګپوړي ډیپلومات روسیه د پراخ جنګي جنایت په ترسره کولو تورنه کړه.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل په بروکسل کې د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې وویل، هغه څه چې په ماریوپول کې روان دي، هغه یو پراخ جنګي جنایت دی او زیاتهیې کړه چې روسیه په دې ښار کې هر څه لهمنځه وړي، بمباري کوي او هر څوک وژني.
د نوموړي په وینا په ماریوپول کې په زرګونو کسان وژل شوي او دغه ستراتېژیک بندري ښار پر یوه کنډواله بدل شوی دی.
روسي ځواکونو دغهراز د اوکراین د پلازمېنې کیف په ګډون پر یو شمېر نورو ښارونو هم هوایي بریدونه ډېر کړي دي.