د اوکراین حکومت په پام کې لري چې له کلابند شوي ماریوپول ښار څخه د خلکو د ایستلو لپاره په لسګونو بسونه ولېږي.
د صدراعظم مرستیالې ایرینا ویرشچوک ویلي چې نن دوشنبه به دغه ښار ته نږدې ۵۰ بسونه ورسېږي.
اټکل کېږي چې په کلابند شوي ښار ماریوپول کې به ۳۵۰ زره کسان راګیر پاتې وي.
د اوکراین چارواکو په دغه ښار کې د یوې انساني غمیزې د احتمال خبره کړې ده.
د ښار اوسېدونکي له اساسي خدماتو لکه د اوبو، خوراکي او سونګ توکو له کموالي سره مخامخ دي.
روسیه هڅه کوي چې پر دغه ستراتېژیک ښار ولکه ټینګه کړي.