د اوکراین مرستیال صدراعظمه: ماریوپول کې د وسلې کېښودو هېڅ سؤال نه پيدا کېږي

د اوکراین د صدراعظم مرستیاله ایرینا ویریش­چوک

د اوکراین د صدراعظم مرستیاله وايي هېڅ سؤال نه پیدا کېږي چې اوکراین دې په ماریوپول کې وسله پر ځمکه کېږدي.

ایرینا ویریش­چوک نن سهار وختي ویلي، د تسلیمېدو او پر ځمکه د وسلې ایښوولو بحث هېڅ مطرح نه‌دی.

هغې زیاته کړې چې دوی له مخکې په دې اړه د روسیې لوري ته اطلاع ورکړې ده.

روسیې پرون یکشنبه له اوکرایني ځواکونو وغوښتل چې په بندري محاصره شوي ښار ماریوپول کې خپله وسله پر ځمکه کېږدي.