بروکسل کې د کارناوال فستیوال پر لمانځونکو د یوه موټر وربرابرېدو ۴ کسان ووژل

د کارناوال فستیوال پر یوه ډله لمانځونکو د یوه موټر د وربرابرېدو پېښه

د بلجیم چارواکي وايي د کارناوال فستیوال پر یوه ډله لمانځونکو د یوه موټر د وربرابرېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۴ کسان مړه شوي او څو تنه نور سخت ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د پلازمېنې بروکسل د جنوب په ۵۰ کیلومترۍ سترپي-براکني (Strepy-Bracquegnies) ښارګوټي کې نن سهار وشوه.

په دې ځای کې شااوخوا ۱۵۰ کسان په دغه ولسي فستیوال کې د ګډون لپاره سره راغونډ شوي وو.

راپورونه وايي، هغه په دې موټر کې موجود کسان نیول شوي دي.

د دې پېښې انګېزه لا معلومه نه‌ده، خو د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې دغه موټر د پولیسو تر تعقیب لاندې و، ځکه به د دې پېښې سبب شوی وي.