حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بې‌پیلوټه الوتکې او میزایلو حملې کړي

ارشیف، یو وسله‌وال حوثي

په یمن کې د ایران له ملاتړه برخه‌منو حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بې‌پیلوټه الوتکې او میزایلو حملې کړې دي چې د طبیعي ګازو یوه بټۍ، د اوبو د تصفیې یو مرکز، د تېلو تأسیسات او برېښناکوټ‌یې په نښه کړي دي.

دا خبره د سعودي عربستان له ملاتړه برخه‌من پوځي ائتلاف کړې ده.

په دغو حملو کې چې نن سهار شوي د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی، خو په سیمه کې یې د ملکیانو موټرونه او کورونه تخریب کړي دي.

د حوثي یاغیانو ویاند ویلي چې دوی به په څو ساعتونو کې په سعودي عربستان کې د خپلو پراخو پوځي عملیاتو په اړه جزئیات خپاره کړي.