د اوکراین د خارکیف ښار چارواکي وايي، پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله د دغه ښار په شااوخوا کې تر اوسه پورې لږترلږه ۲۶۰ ملکیان وژل شوي دي.
د دوی په وینا په وژل شویو کسانو کې ۱۴ ماشومان هم شامل دي.
د اوکراین په شمال ختیځ کې خارکیف ښار کابو یو نیم ملیون نفوس لري او د روسي ځواکونو له لوري محاصره دی.