د اوکراین ولسمشر له سویس د پوتین پلويو شتمنو ضد لا ډېرو اقدامات غوښتنه وکړه

د سویس د برن ښار د جګړې پر ضد مظاهره‌چیانو ته د ولادیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر له سویس څخه وغوښتل چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پلوي شتمنو پر ضد لا ډېر اقدامات وکړي ځکه چې د ده په وینا دا کسان په خپلو پیسو د مسکو د یرغل ملاتړ کوي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ولادیمیر زلنسکي د سویس د برن ښار د جګړې پر ضد مظاهره‌چیانو ته وویل، د سویسیانو په بانکونو کې هغو کسانو پیسې ایښي چې د اوکراین پر ضد یې جګړه پیل کړې ده.