تېرو دوو میاشتو کې ۱۳ زره افغان ماشومان له لوږې سره تړلو ناروغیو مړه کړي

ارشیف، یو شمېر بستري افغان ماشومان

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د روان میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۱۳ زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ او د هغو ناروغیو له کبله چې له لوږې سره تړاو لري، مړه شوي دي.

د دې راپور له مخې، درې نیم ملیونه افغان ماشومان د خوراکي موادو مرستو ته اړتیا لري او د طالبانو د واک ته رسېدو له امله سیاسي بحران افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لار سخته کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د کال له پیله په افغانستان کې شااوخوا ۱۳ زره نوزېږي ماشومان له خوارځواکۍ مړه شوي او په دې حساب هره ورځ ۱۷۰ افغان ماشومان له ژونده بې‌برخې کېږي.