د اوکراین ولسمشر: د ماریوپول ښار د تیاتر له ودانۍ نږدې ۱۳۰ تنه وژغورل شول

د ماریوپول ښار د تیاتر ودانۍ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي، تر اوسه د ماریوپول ښار د تیاتر له ودانۍ چې روسي الوتکو بمباري پرې کړې ده، نږدې ۱۳۰ تنه ژغورل شوي، خو په سلګونه نور لاهم هلته تر انبارونو لاندې بند پاتې دي.

د تور سمندرګي پر غاړه د ماریوپول ستراتېژیک ښار روسي ځواکونو محاصره کړی دی.

د ماریوپول ښاروال ودیم بایچینکو بي‌بي‌سي ته ویلي دي چې اوس د جګړې لمن د ښار ترمنځ رسېدلې ده.

مرستندویان وایي چې په ماریوپول کې شااوخوا درې نیم لکه کسان په وېره او ترهه کې شپې ورځې سبا کوي.

خو د نړیوالو د غوښتنو سربېره روسي ځواکونه د ماریوپول په ګډون د اوکراین پر ګڼو ښارونو له یوه سره خپلې درنې بمبارۍ ته ادامه ورکوي.