د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر وايي چې په تاجکستان کې یې له یو شمېر افغان کډوالو سره د هغوی د ستونزو او فرصتونو په اړه خبرې کړي.
فیلیپو ګراندي چې تېره اوونۍ په کابل کې و، پر ټویټر لیکلي چې د تاجکستان له چارواکو سرهیې په دې اړه هم خبرې کړې چې په دې هېواد کې د دېره افغان کډوالو خوندیتوب او د ژوند اساسي اسانتیاوو ته د هغوی لاسرسی څنګه یقیني کېدای شي.