د چین ولسمشر ته د امریکا ولسمشر خبرداری

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د چین ولسمشر شي جین پېنګ

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون خپل چینايي سیال شي جین پېنګ ته خبرداری ورکړ چې که د اوکراین پر ضد په جګړه کې د روسیې ملاتړ وکړي، نو له ناوړه عواقبو سره به مخامخ شي.

سپینه ماڼۍ وايي، دواړو مشرانو پرون نږدې دوه ساعته د اوکراین، ټایوان او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو ټیلیفوني خبرې وکړې چې په ترڅ کې یې بایډن، شي ته د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د تجهیزاتو د برابرولو په صورت کې د احتمالي ناوړه عواقبو په اړه معلومات ورکړل.