د روسیې یوې محکمې یو شمېر تاتاران په اوږده حبس محکوم کړل

ارشیف

د روسیې یوې محکمې د کریمیا یو شمېر تاتارانو ته هم په یوه ممنوع اسلامي ډله کې د غړیتوب په تور د اوږده حبس سزا ورکړه.

د دون د رستوف ښار محکمې پرون په حزب‌التحریر کې د غړیتوب په تور درېیو کسانو ته د ۱۴ کاله او دوو نورو ته د ۱۵ کاله حبس سزاګانې واورولې.

دا په روسیه کې د تاتار اقلیت د استازو پر ضد د کرملېن د دوامدارو ځپونکو اقداماتو یوه برخه ده.