انتونیو ګوترش د ښوونځیو د پرانیستو په اړه د طالبانو د اعلان هرکلی وکړ

ارشیف، د افغان نجونو یو ښوونځی

د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو د هغه اعلان هرکلی وکړ چې ویلي یې دي، د سې شنبې په ورځ به د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

انتونیو ګوترش نن په یوه ټویټ کې ویلي، په کار ده د طالبانو دغه پلان تصویب او عملي شي.

ګوترش لیکلي د نجونو او هلکانو پر مخ باید ټول ښوونځي پرانیستل شي چې تعلیم وکړي او خپله وړتیا وښيي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د پنجشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس ته ویلي و چې ښوونځي به د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي او نجونو ته به له هلکانو جلا د ښځینه ښوونکو له‌خوا درس ورکول کېږي.