کندز کې د ۶۰ څاګانو د کېندلو چارې پیل شوې

ارشیف، د کندز مرکزي چوک

د کندز په مرکز او قلعه‌زال ولسوالیو کې د ۶۰ څاګانو د کېندلو چارې پیل شوې.

باختر دولتي اژانس راپور ورکړی چې دغه څاګانې د ۸۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د «او سي اېچ ار) په نوم مؤسسې له‌خوا کېندل کېږي چې له بشپړېدو سره به‌یې زرګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

بل‌خوا محلي رسنیو راپور ورکړی چې د کندز په امام صاحب او علي‌اباد ولسوالیو کې د دوو ټرافیکي پېښو په نتیجه کې دوه تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.