د افغانستان او ایران پولو کې د ناوړه تفاهم د مخنیوي کمېټې پر جوړولو موافقه

د افغانستان او ایران ترمنځ پوله

ایران وايي، د افغانستان او ایران په پولو کې د ناوړه تفاهم د مخنیوي لپاره‌یې د طالبانو له حکومت سره د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو موافقه کړې ده.

د ایران مهر خبري اژانس ویلي چې په کابل کې ایراني ډیپلوماتانو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په خبرو کې موافقه وکړه چې د دوو هېوادونو د پوله‌ساتو ترمنځ د سوء تفاهمونو د نه‌پېښېدو لپاره به ګډه کمېټه جوړه کړي.