د طالبانو استخباراتو ولې د طلوع ټلوېزیون درې خبریالان نیولي؟

ارشیف، د طلوع‌نیوز یو شمېر مخکېني خبریالان

د طالبانو استخباراتو پرون د خبریالانو د ورځې په درشل کې د طلوع ټلوېزیون درې خبریالان ونیول.

د طلوع‌نیوز خبریال سعید شینواری چې اوس په جرمني کې دی، وايي چې طالبانو دا کسان په دې خاطر نیولي چې د طالبانو د استخباراتو له لوري د بهرنیو سریالونو پر خپرولو د بندیز خبر یې خپور کړ.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د طلوع په شمول ټولو ټلوېزیونونو ته په لیکلي بڼه ویلي چې نور بهرني سریالونه خپاره نه‌کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندوی دفتر یا یوناما د ټویټر له لارې د خبریالانو پر نیول کېدو اندېښنه ښکاره کړه او د هغوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه‌یې وکړه.