د روسیې له لوري په دغه هېواد کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د فعالیت له مخنیوي وروسته دې راډیو د لاتویا په پلازمېنه ریګا او د لیتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې دفترونه پرانیستل.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو عمومي رئیس جیمي فلای وايي، د خپلواک ژورنالیزم د غلي کولو لپاره د روسیې او بلاروس د حکومتونو له هلو ځلو سره سره به ازادي راډیو د خپلو نویو دفترونو په وسیله په روسیه او بلاروس کې خپلو مخاطبانو ته معلومات ورسوي.
په دغو دوو دفترونو کې به د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د روسي او بلاروسي څانګو ټیمونه، نړیواله دیجټل شبکه او د کرنټ ټایم په نوم ۲۴ ساعته ټلوېزیون کار وکړي.