په ایران کې له بنده ازاد شوي دوه ایرانيالاصله بریتانويان نازنین زاغري راتکلیف او انوشه اشوري بریتانیا ته ورسېدل.
د دوی د ازادېدو پر سره د ایران او بریتانیا چارواکو اوږدې خبرې وکړې.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، "خوشحاله یم چې نازنین او انوشه روغ رمټ بریتانیا ته راورسېدل او له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره یوځای شول".
زاغري د ایران د اخوندي نظام د پرځولو په ضد د دسیسې جوړولو په تور زنداني وه او پر انوشه اشوري د اسرائیلو د جاسوسۍ تور پورې و.
دوی پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي دي.