نړیوال بانک: افغانستان کې غذايي امنیت له‌منځه تللی او خدمات له لاسه وتلي

ارشیف، پر یو شمېر بې‌وزله افغان کورنیو د وچې ډوډۍ د وېشلو لړۍ

د نړیوال بانک له یوې سروې سره سم، په افغانستان کې د کاري فرصتونو د کمېدو او د بې‌روزګارۍ د ډېرېدو له کبله اکثره افغانان اغېزمن شوي، غذايي امنیت‌یې له‌منځه تللی او اساسي خدمات‌یې له لاسه وتلي دي.

د دې سروې پر اساس، لا هم یو شمېر افغانان کاري فرصتونه او ځیني عمومي خدمات لري، خو وضعیت خورا ستونزمن شوی دی.

دا سروې چې پایلې یې اوس خپرې شوي، د ۲۰۲۱ کال په مني کې د طالبانو د واک ته رسېدو په لومړیو وختونو کې د خلکو د ژوند په شرایطو کې د بدلون د ارزولو په هدف شوې وه.