په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي چې په دې ولایت کې لسګونه قلمه تاريخي او فرهنګي اثارو له قاچاقبرو څخه نیول شوي دي.
د طالبانو ولايتي ادارې پرون (چهارشنبه) وویل چې امنیتي ځواکونو یې د ۴۱ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تهيې سپارلي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس قاري نور محمد حنيف په وینا په دې اثارو کې له زېړو، سپینو زرو او نورو فلزونو جوړې پخوانۍ ګاڼې، فلزي نیزې، له مريو جوړې غاړکۍ او نور بېلابېل اثار شامل دي.