امریکا کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ 'وتړل' شوې

واشنګټن کې د افغانستان سفارت

فارین پالېسي خپرونه د یو شمېر باخبره سرچینو په وینا خبر ورکوي چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو د بندېدو خبر ورکړی دی.

دا خپرونه د یو شمېر افغان چارواکو او د کانګرس له چارو د باخبره سرچینو په وینا څرګندوي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مالي سرچینو د نه‌موجودیت له امله په واشنګټن ډي سي کې د افغان سفارت او په نیویارک او لاس انجلس کې د افغان قونسلګریو د تړلو غوښتنه کړې ده.

د خبر له مخې د چهارشنبې تر اخره به د دې سفارت او قونسلګریو ټولې شتمنۍ ضبط شي او څرګنده نه‌ده چې کله به بېرته ازادېږي.

البته په ملګرو ملتونو کې به د افغانستان مأموریت ادامه پیدا کړي.