طالبان د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د مخدره موادو د یوې کارخانې د تخریب خبر ورکوي.
په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض ازادي راډیو ته وویل چې په دې تړاو اته تنه نیول شوي هم دي.
د ریاض په وینا په دې کارخانه کې تریاک، هیروئین او ښیښه جوړېده.