د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو اېن اېف پي اې) وایي، په هر دوو ساعتونو کې یوه اومېندواره مېرمن افغانستان کې د زېږون یا د اومېندوارۍ د ناوړه اغېزو له کبله مړه کېږي.
دغه بنسټ ویلي، په افغانستان کې اوسني ناورین وضعیت تر پخوا ډېر پېچلی کړی دی.
دوی په خپل یوه راپور کې چې نن د کب په ۲۵مه خپور شوی ویلي، د افغانستان په هرو دوو مېرمنو کې یوه هغه له جنسیتي تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي.
دغه صندوق ویلي چې د افغانستان د روغتیایي نظام د بېرته پیاوړي کولو او څه باندې ۹ ملیونه کسانو ته د رسېدنې په پار شااوخوا ۲۵۲ ملیونه ډالرو ته اړتیا لري.