بلوچستان کې ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي

ارشيف، يو پاکستانی سرتېری

په بلوچستان کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان دي.

پاکستاني چارواکي وایي چې د دې سرتېرو پر کاروان د کوټې په جنوب لوېديځ کې ۱۸۰ کیلومتره لیرې په یوې پرتې سیمه کې، چاودنه وشوه او دا مرګ‌ژوبله یې واړوله.

د دې برید مسؤلیت بلوچ بېلتون غوښتونکو منلی دی او ادعا کوي چې د دې حملې پر مهال‌یې ۱۰ پوځیان وژلي دي.