د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکې غونډه کې افغانستان د 'اجنډا مهم' ټکی دی

ارشيف، اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزيرانو يوه غونډه

د وري په دوهمه د اسلامي همکاریو سازمان د ځانګړې غونډې د اجنډا مهم ټکی افغانستان دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته د دې غونډې په اړه معلومات ورکړل او ویې‌ویل چې پاکستان به د دې غونډې کوربه وي.

ښاغلی قريشي زياتوي: "دا غونډه د دې لپاره هم اهمیت لري چې د اوس لپاره زموږ په سلګونو زره افغان وروڼه او خویندې چې زموږ په ګاونډ کې ژوند کوي له ناروغیو او لوږې سره مخامخ دي."

پاکستان تر دې مخکې، پروسږکال د ډسمبر په میاشت کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سرمشریزې کوربه و.