په پنجشېر کې د زمردو د یوه کان د یوې برخې د نړېدو له امله دوه تنه مړه شوي او دوه تنه ټپیان دي.
په پنجشېر کې د طالبانو امنیه قوماندان مولوي داد محمد وایي، دا پېښه د خنج ولسوالۍ په مُکني سیمه کې شوې ده.
د ده په وینا، د پېښې قربانیان د پنجشېر د خنج او پریان ولسوالیو اوسېدونکي دي.
د پنجشېر د زمردو د کان یوه کارګر ضمیر احمد ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې قربانیان په کان کې دننه د کار په حال کې وو چې ګړنګونه پرې راپرېوتل.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د خنج ولسوالۍ د مُکني سیمې د زمردو په کان کې شااوخوا دوه زره کسان کار کوي.