هند افغانستان ته د غنمو پنځمه جوپه واستوله

ارشیف، افغانستان ته د هند د مرسته شويو غنمو لومړي جوپه

د هند د بهرنیو چارو وزارت، افغانستان ته د غنمو د پنځمې جوپې د استولو خبر ورکړ.

په دې بار کې دوه زره ټنه غنم دي چې د واګې د اتاري بندر له لارې پرون د پاکستان خاورې ته داخل شول چې بیا افغانستان ته ولېږدي.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اریندم ټاګچي وایي، له پرونیو استول شویو غنمو سره تر اوسه هند اته زره ټنه افغانستان ته انتقال کړي دي.

هند ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې له بې‌وزلو سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته وکړي.