ایران کې زندانۍ شوې نازنین زاغري راتکلیف بریتانوی پاسپورټ بېرته ورکړل شو

ایران کې زندانۍ شوې ایراني‌الاصله بریتانوۍ نازنین زاغري راتکلیف

په ایران کې د یوې زندانۍ شوې ایراني‌الاصله بریتانوۍ نازنین زاغري راتکلیف بریتانوی پاسپورټ هغې ته بېرته ورکړل شوی دی.

له دې سره هیلې پیدا شوي چې مذاکره کوونکې ډلې به وکړای شي د هغې بشپړې خوشې کېدو ته زمینه برابره کړي.

د بریتانیا د پارلمان یوه غړي تولیپ صدیق نن په یوه ټویټ کې ویلي، خوشحاله دی چې مېرمن زاغري ته د هغې بریتانوی پاسپورټ بېرته ورکړل شوی دی.

نازنین زاغري راتکلیف چې په ۲۰۱۶م کال له خپلې ۷ کلنې لور سره د خپلې کورنۍ د غړو د لیدو لپاره ایران ته تللې وه، تر نیول کېدو وروسته په ۵ کاله بند محکومه شوه.

هغې څلور کاله د تهران د ایوین په بدنام زندان کې او یو کال په کور کې په نظربندۍ کې تېر کړي دي.

د هغې کورنۍ ویلي، ایراني چارواکو ورته څرګنده کړې دوی مېرمن نازنین ځکه نیولې چې بریتانیا نه‌دی توانېدلی د ایران ۴۵۸ ملیون ډالره پور پرې کړي.

د ایراني چارواکو په خبره، بریتانیا تهران ته ویلي چې پر ایران د لګېدلو بندیزونو له کبله د دغه پور په پرې کولو نه‌دي بریالي شوي.