د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف زوی به د خپل پلار ځای‌ناستی شي

د ترکمنستان د مستبد ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف زوی سردار بردي محمدوف

د ترکمنستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون نن سې شنبه اعلان وکړ چې د مستبد ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف زوی، سردار بردي محمدوف به د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو کې د ۷۳ سلنې رایو په ګټلو سره د خپل پلار ځای‌ناستی شي.

د ۴۰ کلن سردار بردي محمدوف بریا وروسته له هغې د اټکل وړ وبلل شوه چې پلار دی موده مخکې د صدراعظم د مرستیال به توګه وټاکه.

په دغه هېواد کې چې شپږ ملیونه وګړي لري، هېڅ کومه پیاوړې سیاسي مخالفه ډله نه‌شته.

هغه اته نور کاندیدان چې دغو ټاکنو ته ولاړ وو، تر ډېره ټیټ ­رتبه دولتي کارکوونکي یا هم ناپېژندل شوي شخصیتونه وو.

د ترکمنستان د اساسي قانون له مخې، د دغه هېواد یو ولسمشر د ۷ کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي.