ملګري ملتونه: افغانان د خوړو کموالي او ماشومان د سوء تغذي له بحران سره مخ دي

یوه نانوایۍ ته مخامخ ناست یو شمېر افغان ښځې، نارینه او ماشومان

د ملګرو ملتونو یو چارواکی وایي، نن سبا افغانان د خوړو د کموالي او ماشومان د سوء تغذي له بې‌ساري بحران سره مخامخ دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت یا یوناما مرستیال، رامز الاکبروف نن سې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، له سختې لوږې سره د مخامخو کسانو شمېر د ۲۰۲۱م کال په جولای کې ۱۴ ملیونه و چې د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې دا شمېر ۲۳ ملیونو ته زیات شوی دی.

د یوناما مرستیال وايي، د لوږې له کبله په زرګونه کورنۍ مجبوره شوي چې یو لړ مأیوسوونکي اقدامات وکړي، لکه د خوړو د بچ کولو لپاره د یوه وخت له خوړو ډډه کول او په بې‌سابقه ډول له نورو پور اخیستل.

رامز الاکبروف وايي په افغانستان کې ۹۵ سلنه وګړي کافي خواړه نه‌خوري او دا شمېر په هغو کورنیو کې سل په سلو زیات شوی چې ښځې یې سرپرستي کوي او دا له تصور وتلی شمېر دی.