افغانستان کې ۱۲۴ ماشومان د شري ناروغۍ مړه کړي

ارشيف، کابل کې يوه ماشوم ته د شري ناروغۍ د واکسین تطبیق

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د شري ناروغۍ تر اوسه پورې په افغانستان کې ۱۴۲ ماشومان مړه کړي دي.

د دې ادارې پر اساس په ټول افغانستان کې نږدې ۱۸ زره ماشومان په شري اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان له دې جلا په یو بل خبر کې ویلي چې په افغانستان کې یې د ماشومانو د شري پر ضد واکسیناسیون په داسې حال کې پیل کړی چې دا ناروغي په شدت خپرېږي او د ماشومانو ژوند اخلي.

د واکسیناسیون په دې کمپاین کې چې د شنبې په ورځ پیل شو او د پنجشنبې تر ورځې دوام کوي، یو ملیون او ۲ لکه ماشومان د شري پر ضد واکسین کېږي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې پر اساس، شااوخوا ۹ زره ۲۰۰ روغتیايي کارکوونکي، رضاکاران او څارونکي د افغانستان د ۲۴ ولایتونو په ۴۹ ولسوالیو کې د واکسین په دې کمپاین کې مرسته کوي.