د روغتیا سازمان: افغانستان کې به څه باندې ۱۲ لکه ماشومان د شري ضد واکسین شي

ارشیف، د افغانستان ارزګان ولایت کې د شري ضد واکسین تطبیق

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان کې به څه باندې ۱۲ لکه هغه ماشومان د شري یا سرخکان په ضد واکسین شي چې عمرونه‌یې د شپږو میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ دي.

دغه سازمان نن په یوه اعلامیه کې وویل چې شااوخوا ۹،۲۰۰ روغتیایي کارکوونکي د ۲۴ ولایتونو په ۴۹ ولسوالیو کې د واکسین دا بهیر مخته وړي.

د شري یا سرخکان د واکسین کمپاین د مارچ په ۱۲مه پيل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې دوام کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له پيله د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې پورې افغانستان کې د شري له ۴۸،۳۰۰ څخه ډېرې پېښې ثبت شوي او دې موده کې ۲۵۰ ماشومان په همدې ناروغۍ مړه شوي دي.