د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان سبا روسیې ته ځي او هلته له چارواکو سره د ایران د اټمي تړون په اړه خبرې کوي.
نوموړی دا سفر وروسته تر دې کوي چې د فرانسې، بریتانیا او جرمني چارواکو وویل چې د ایران اټمي تړون ممکن یو مخ لهمنځه ولاړ شي.
دوی د دې ګواښ لامل دا وباله چې پر اوکراین د یرغل له کبله پر روسیې له بندیزونو سره سره مسکو له ایران سره د سوداګرۍ غوښتنه کړې.
د ایران د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو پر سر خبرې چې په ویانا کې پیل شوې د همدې میاشتې په پيل کې د روسیې د نویو غوښتنو له کبله وځنډېدې.