ایران له سعودي عربستان سره د اوږدې مودې کړکېچ کمولو پر سر 'خبرې' وځنډولې

ارشیف، د ایران او سعودي عربستان بیرغونه

د ایران دولتي رسنیو پرون یکشنبه راپور ورکړ چې ایران له خپل رقیب سعودي عربستان سره د اوږدې مودې کړکېچ کمولو پر سر خبرې په یو اړخیز ډول وځنډولې.

دا مستقیمې خبرې تېر میلادي کال پیل شوې وې.

د ایران رسنیو د تهران د دې پرېکړې د دلیل په باب نور توضیحات نه‌دي ورکړي، خو دا پرېکړه وروسته تر دې کېږي چې سعودي عربستان تېره شنبه د ۸۱ کسانو د اعدامېدو خبر ورکړ.

دا په څو لسیزو کې تر ټولو لوی ډله‌ییز اعدامونه ګڼل کېږي.

فعالانو ویلي، په اعدام شویو کې ۴۱ تنه‌یې د قطیف سیمې شیعه‌ګان وو، دا د سنیانو په رهبرۍ د سعودي عربستان د حکومت او اقلیت شیعه‌ګانو ترمنځ په تاریخي لحاظ د اختلاف عمده ټکی ګڼل کېږي.