ترکیه: د کابل هوایي ډګر د مدیریت په اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، د کابل د هوایي ډګر د مدیریت په اړه تر اوسه له طالبانو سره خبرې روانې دي.

مولود چاووش اوغلو دغه څرګندونې پرون یوه ورځ وروسته له هغې چې د طالبانو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره وکتل، وکړې.

دواړو چارواکو د ترکیې په جنوب کې د انتالیا ډیپلوماتیک فورم په حاشیه کې سره وکتل.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ترکیې له قطر سره په ګډه د کابل او د یو شمېر نورو ولایتونو د هوایي ډګرونو د بېرته فعالولو او تنظیم په اړه تیاری ښودلی، خو ټینګار یې کړی چې امنیتي غوښتنې یې باید ومنل شي.