د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) وایي، د افغانستان ۲۴ ملیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د یو اېن اېچ سي ار څانګې پرون په یوه ټویټ کې وویل چې افغانستان په اوس وخت کې له یوه شدید بحران سره مخامخ دی.
دې ادارې په خپله ټویټرپاڼه کې یو راپور هم خپور کړی او وایي چې د سختې نېستۍ له امله یو شمېر کسان مجبوره شوي چې د ۱،۵۰۰ ډالرو په مقابل کې خپل پښتورګي وپلوري چې خپلې کورنۍ ته خواړه برابر کړي.
د تېر کال په اګسټ کې د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو راهیسې د افغانستان اقتصادي وضعیت نړیوالو مرستندویه ټولنو ډېر خراب بللی دی.