د ملي مقاومت جبهې د واکسیناتورانو په وژلو کې لاس لرل رد کړل

ارشیف، د طالبانو حکومت مخالفې ډلې د ملي مقاومت جبهې یو شمېر مخکښ غړي

د طالبانو حکومت مخالفې ډلې چې ځان د ملي مقاومت جبهه بولي د واکسیناتورانو په وژلو کې خپل لاس لرل رد کړل.

تر دې مخکې د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند عبیدالله عبیدي فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي و چې د مقاومت جبهې دوه غړي یې د اوو واکسیناتورانو د وژلو په تور نیولي او ادعا یې کړې وه چې دوی په خپل جرم اعتراف کړی دی.

خو علي میثم نظري چې ځان د دغې جبهې ویاند بولي، فرانس پرس اژانس ته په څرګندونو کې دغه تورونه د طالبانو اوازې بللي او پر واکسیناتورانو برید یې غندلی دی.

اووه واکسیناتوران د فبرورۍ په ۲۴مه داسې مهال په کندز ولایت کې ووژل شول چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته‌یې د پولیو ضد واکسین کمپاین مخ ته ووړ.

په همدې ورځ یو بل واکسیناتور په تخار کې په یوه برید کې ووژل شو.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغي نه‌ده ورکه شوې.