د ایران سپاه پاسداران د عراق پر اربیل ښار د توغندویي برید مسؤلیت ومانه

اربیل ښار کې د ایران په توغندويي برید کې ویجاړه شوې ودانۍ

د ایران سپاه پاسداران انقلاب د عراق پر شمالي ښار اربیل د توغندویي برید مسؤلیت په غاړه واخیست.

د عراق د کردستان د سیمې پر اربیل ښار پرون څو توغندي ولګېدل. په دغو بریدونو کې د امریکا د قونسلګرۍ نوې ودانۍ او څنګلورې د اوسېدو سیمه په نښه شوه.

په دې برید کې د یوه کس د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

د ایران دولتي رسنیو ویلي چې د سپاه پاسداران انقلاب په یوه خبرپاڼه کې د دغو بریدونو چې په خبره‌یې په اربیل کې د اسرائیل پر ستراتېژیک مرکز وشول، مسؤلیت اخیستی دی.

د عراق د ملي امنیت شورا اعلان وکړ چې د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې یې له ایران څخه په دې اړه د سپیناوي او توضیحاتو غوښتنه کړې ده.

امریکا دغه توغندویي برید غندلي دي.