د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی: پر افغانانو باید کوم حکومت په زور ونه‌تپل شي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکله­سن

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وایي، پر افغانانو باید کوم حکومت یا د حکومت کومه بڼه په زور ونه‌تپل شي.

توماس نېکله­سن پرون په یوه ټویټ کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي د یوه بیان په ځواب کې ویلي، پرېږدئ چې خلک-نارینه او ښځې پرېکړه وکړي چې څه ډول حکومت غواړي.

امیر خان متقي د انتالیا ډیپلوماسۍ په فورم کې د خبرو پر مهال غوښتنه کړې وه چې پر افغانانو دې کوم بهرنی حکومت نه‌تپل کېږي.

د طالبانو پر حکومت انتقاد کېږي چې واک‌یې د زور له لارې ترلاسه کړی او تر اوسه‌یې د ټاکنو له لارې د حکومت جوړولو په باب خپل دریځ نه‌دی روښانه کړی.