د اوکراین استخباراتي ادارې پرون (شنبه) روسي ځواکونه تورن کړل چې کیف ته نږدې یې پر هغه کاروان برید کړی چې ښځې او ماشومانیې له یوه کلي ایستل.
د دې ادارې په وینا په دې برید کې د یوه ماشوم په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.
اوکراین پر روسیې تور پورې کوي چې د جګړې له سیمو ملکي وګړي وتلو ته نهپرېږدي.
په یو بل خبر کې، اوکرایني چارواکو پرون وویل چې په تېرو ۱۷ ورځو کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په لړ کې لږترلږه ۷۹ ماشومان وژل شوي او کابو ۱۰۰ نور ژوبل شوي دي.
د اوکراین لویې څارنوالۍ په دې اړه ویلي چې دا ماشومان په خارکیف، خرسون، دونیڅک او سومي ښارونو او همداراز د کیف په شااوخوا ښارګیو کې مړه یا ژوبل شوي دي.