د روسیې مرکزي بانک د دغه هېواد د ونډو بازار د یوې اوونۍ لپاره بند کړ

ارشیف

د روسیې مرکزي بانک امر کړی چې د دغه هېواد د ونډو بازار دې د یوې اوونۍ لپاره بند وي.

د روانې حوت میاشتې په پنځمه پر اوکراین د روسیې د یرغل په ورځ د مسکو د ونډو ارزښت ۳۵ سلنه ولوېد او یوه ورځ وروسته د لوېدیځوالو د سختو بندیزونو په اعلان پسې د روسیې حکومت د ونډو بازار بند کړ چې لا هم نه‌دی پرانیستل شوی.