ترکمنستان کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شول

ترکمنستان کې د ولسمشرۍ انتخابات

په ترکمنستان کې پرون د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شول چې تر ډېره هغو ته د داسې انتخاباتو په سترګه کتل کېږي چې په ترڅ کې یې قدرت د دې هېواد اوسنی ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف خپل زوی سردار محمدوف ته سپاري.

د ترکمنستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون د رأی ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو لږ وروسته وویل چې د نږدې درې ملیون او ۴ لکه مستحقو رأی ورکوونکو په سلو کې له ۹۷ زیاتو یې خپلې رایې کارولې دي.

د نږدې ۴۰ کلن سردار محمدوف ترڅنګ اته نور کاندیان هم درېدلي و چې ویل کېږي ټول اوسني ولسمشر ته وفادار دي او رښتیني مخالفین نه‌انګېرل کېږي.

قربان قلي بردي محمدوف د فبرورۍ په ۱۱مه مشرانو جرګې ته ویلي و چې په پام کې لري له قدرته لاس واخلي او هغه ځوانو مشرانو ته وسپاري.

اکثره کتونکو هغه مهال د نوموړي دغه څرګندونې داسې وانګېرلې چې نوموړی دې ته تیاری نیسي چې قدرت خپل زوی ته چې په سپټمبر میاشت کې ۴۰ کلن کېږي، وسپاري.

د ترکمنستان د ولسمشرۍ لپاره تر ټول کم عمر ۴۰ کلني ټاکل شوې ده.